بازتاب نیوز

یوناما د یو کال لپاره نوره هم دلته پاتې کېږي

٢٦ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ویلي، یاد سازمان دغه هوډ تېره ورځ نیولی دی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادلې راز د دغه بنسټ د نیول شوي هوډ هر کلی کړی او زیاته کړې یې ده چې له افغانستان څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ دا ښيي چې یاد سازمان افغانستان یوازې نه پرېږدي. هغې څرګنده کړې، ملګري ملتونه د افغانانو په رهبرۍ د سولې ټینګېدو غوښتونکي دي. بلخوا، ملګرو ملتونو هغه پرېکړه لیک هم تصویب کړی چې پکې د افغانستان د سولې ملاتړ بیان شوی دی. امنیت شورا وایي، په افغانستان کې دې روانه جګړه پای ته ورسېږي او په دغه هېواد کې دې تلپاتې اوربند او ثبات رامنځته شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره سم افغان حکومت او ډېر بهرنیو هیوادونه له طالبانو په افغانستان کې د دایمي اوربند د رامنځته کولو غوښتنه کوي. The post یوناما د یو کال لپاره نوره هم دلته پاتې کېږي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/16/یوناما-د-یو-کال-لپاره-نوره-هم-دلته-پاتې/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading