بازتاب نیوز

د سولې خبرې اترې؛ د دولت او طالبانو مرکچیان نن دویمه عمومي غونډه جوړوي

٢٦ وږی ١٣٩٩ سلام وطندار

په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي غړي غلام‌فاروق مجروح سلام‌وطندار ته ویلي، ټاکل شوې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي نن هم ګډه عمومي غونډه جوړه کړي. د نوموړي په وینا، د مرکچي پلاویو د تماس ډلې هم د سولې خبرواترو پر اجندا کار کوي.

په همدې حال کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي د تېرې ورځې عمومي غونډې ته ویلي، افغان ولس اوربند غواړي؛ ځکه د جګړې له کبله هره ورځ بې‌ګناه افغانان وژل کېږي.

ستانکزی ډاډ څرګندوي چې د دواړو پلاویو ټول غړي د سولې لپاره اجماع لري؛ ځکه په وینا یې، بله د حل لاره نشته.

هغه د طالبانو مرکچي پلاوي ته په خطاب کې ویلي: «له دې درنې غونډې نه زما یوه غوښتنه دا ده چې راځئ، د نړۍ د نورو انسانانو او ملتونو په څېر خپل هېواد کې ټولو ناخوالو او ستونزو ته په کتو یوه داسې هوکړه وکړو چې په پایله کې یې جګړه پای ومومي او د هېواد د بیارغونې لپاره کار وشي او خلکو ته د ښه ژوند امکانات برابر شي. ایا موږ له هغو هېوادونو چې خپلو خلکو ته یې هوسا ژوند برابر کړی، کم یو؟»

دغه ‌راز د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحیکم هم د تېرې ورځې غونډې ته ویلي، په پوره زغم سره دې د شته ستونزو لپاره بنسټیزه حل‌لاره وموندل شي.

د هغه په وینا، طالبان واک ته د رسېدو لپاره نه، بلکې په هېواد کې د یوه اسلامي نظام جوړېدو لپاره مبارزه کوي او دا یو ښه فرصت دی چې افغانان په خپلو کې ناست دي او د ستونزو د حل پر سر خبرې کوي.

مولوي عبدالحکیم ویلي، طالبان سولې ته ژمن دي او افغانان باید د بهرنیانو له فشار پرته په افغانستان کې روانه جګړه ختمه او بهرنیانو ته په خپل هېواد کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.

بله‌خوا نن په کابل کې د سولې عالي شورا پخواني رییس محمدکریم خلیلي د جهادي قوماندان برهان‌الدین رباني د اثارو مخکتنې غونډې ته وویل، ټولې خواوې دې اوربند وکړي او د تېرو ۱۹ کلونو لاسته‌راوړنې دې خوندي وساتل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په دوحه کې د دولت او طالبانو د سولې مرکچیانو په عمومي غونډه کې سپارښتنه شوې چې د دواړو لوریو د تماس ډلې دې د طرزالعمل او مهال‌وېش په اړه پاتې کارونه وروستي او تر هغه وروسته به د خبرواتو پر اجندا بحث وکړي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=57403

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading