بازتاب نیوز

بلخ کې د طالبانو بريدونو کې ۹ ملکي او نظاميان وژل شوي

٢٦ وږی ١٣٩٩ سلام وطندار

د بلخ ولايت د چهارکنت ولسوالۍ محلي مسوولان وايي، طالبانو په ياده ولسوالۍ کې د ولسي‌پاڅونوالو پر کلي او پوستې بريدونه کړي دي.

د چهارکنت ولسواله سلیمه مزاري سلام‌وطندار ته وايي، د طالبانو ياد بريدونه چې تېره شپه يې کړي په‌کې ۳ولسي‌پاڅونوال او ۶ ملکي کسان وژل شوي دي. د نوموړې په وينا، په دې بريدونو کې ۳ ولسي پاڅونوال او ۲ ملکيان ټپيان شوي هم دي.

د چهارکنت ولسواله په نيوکې سره وايي، د بلخ امنيتي چارواکي د امنيتي وضعيت په اړه همکاري نه کوي. په دې اړه مو د بلخ د امنيتي مسوولانو نظر تر لاسه نه شوای کړای.

خو د ياد ولايت د والي وياند منیراحمد فرهاد وايي، اوس مهال ملي اردو، ملي پوليس، ملي امنيت او ولسي پاڅونوال د چهارکنت ولسوالۍ امنيت ساتي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=57399

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading