بازتاب نیوز

د ملګرو ملتونو له لوري د یوناما ماموریت موده وغځول شوه

٢٦ وږی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹ل): ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل مرستندویه دفتر «یوناما» د ماموریت  موده د راتلونکې کال تر همدې نېټې پورې تمدید کړه.د ملګرو ملتونو له ادرسه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په خاطر د ملګرو ملتونو پنځلس کسیزې شورا په افغانستان کې د خپل مرستندویه دفتر د ماموریت موده د راتلونکې ۲۰۲۱ کال د سپتمبر میاشتې تر ۱۷ مې نېټې وغځوله.خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې یوناما به د  افغانستان د خپلواکۍ په نظر کې نیولو  او له کابل له حکومت سره په همغږۍ په افغانستان کې د سولې د تامین په موخه نړیوالې هڅې منسجمې کړي.د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» د فعالیت موده داسې مهال غځول کېږي، چې په دوحه کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ د مذاکراتو لړۍ پیل شوې.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/172961/د-ملګرو-ملتونو-له-لوري-د-یوناما-ماموریت/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading