بازتاب نیوز

کرزی: طالبان په سوله بشپړ باور لري او د هیواد د خپلواکي غوښتونکي دي

٢٦ وږی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» وایي، طالبان د نورو افغانانو په څېر پر سوله بشپړ باور لري او د افغانستان د خپلواکي غوښتونکي دي.کرزي دغه څرګندونې له «دویچه ویله» راډیو سره په تازه مرکه کې کړې.نوموړي ویلي، چې طالبان د افغانستان بچیان دي، چې د نورو افغانانو په څېر یې درد لیدلی او په سوله بشپړ باور لري « په ټوله مانا په سوله باور لري او د افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکي دي، هغوی هم دافغانستان د نورو خلګو په څېر درد لیدلی، واړه ماشومان یې ورته پارچه پارچه شوي، ژوند یې برباد شوی او کړېدلي.»کرزي ددې تر څنګ د بین الافغاني مذاکراتو بریا ته هیله ښودلې او ټینګار یې کړی، چې هیڅ لوری باید د مذاکراتو ناکامي په ذهن کې ونلري او یوازې د بریا لپاره یې کار وکړي.نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې چې ولې يې د خپلې واکمنۍ په دوره کې د طالبانو د سیاسي دفتر له خلاصون سره مخالفت وکړ؛ وویل، چې هغه مهال حکومت د افغانستان په ټوله ځمکه واکمن وو او تر څنګ یې د امریکا په نیت شک ددې لامل شو، چې د طالبانو له سیاسي دفتر له خلاصېدو سره مخالفت وشي.د نوموړي له قوله، په مذاکراتو کې د بیان ازادي، مدني حقونه، د نجونو او هلکانو د تعلیم حق  او ملي حاکمیت هغه څه دي، چې باید معامله ورباندې ونشي.د کرزي له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په قطر کې د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي او تمه ده په نږدې ورځو کې دواړه لوري رسماً مخامخ خبرو ته کښېني.طالبان وایي، د مذاکراتو بریا ته هیلمن دي او په دې برخه کې به خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/172959/کرزی-طالبان-په-سوله-بشپړ-باور-لري-او-د-ه/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading