بازتاب نیوز

په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۱۰ اخته کسان مړه شوي

٢٦ وږی ١٣٩٩ سلام وطندار

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۱۶۱ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې په اوو ولایتونو کې د ۴۰ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې پر کورونا ۱۰ اخته کسان مړه شوي او ۴۰۵ نور بېرته ښه شوي دي.

د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې ۳۸ زره او ۸۵۵ کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې ۳۲ زره او ۵۰۳ هغه بېرته ښه شوي او ۱۴۳۶ یې هم مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په نړۍ کې له ۲۹ میلیونه او ۷۳۴ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له ۹۳۹ زرو نه ډېرو هغو خپل ژوند بایللی او له ۲۱ میلیونه او ۵۴۶ زرو نه ډېر بېرته ښه شوي دي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=57406

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading