بازتاب نیوز

کابل کې ناپېژانده وسله والو د ملي امنیت یو افسر ترور کړ

٢٦ وږی ١٣٩٩ طلوع نیوز

په کابل کې د موخه ییزو وژنو په لړ کې ناپېژندو وسله والو د څارګرې ملي ادارې یو افسر چې محمد امین حیدري نومېده، د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند قلعه چه کې په ډزو سره وواژه.

د پېښې شاهدان وايي چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو پر محمد امین حیدري برید وکړ چې هغه یې ووژاه او چلوونکی یې ټپي کړ.

د دغه افسر کورنۍ وايي چې محمد امین ۵۲ کاله عمر درلود او پوځي رتبه یې هم ډګروالي وه. هغوی وايي چې د سې شنبې په مازدیګر کله یې چې غوښتل د یوه خپلوان کور ته چې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند قلعه چه سیمې کې دی ولاړ شي د لارې په اوږدو کې د وسله والو له لوري د سړک پر غاړه په نښه شوی دی.

د وژل شوي افسر لور ستاره وايي:«زما پلار لومړنی هم نه و او وروستی به هم نه وي. که چېرې عدالت تامین ولای شي خو ښه که چېرې نه شي کولای یو بل مسلمان دې د هېواد مسوولیت په غاړه واخلي چې د وینې تویېدل پای ته ورسېږي؛ ستومانه شوي یوو.»

په دې وروستیو میاشتو کې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې موخه ییزې وژنې او وسله والې غلاوې ډېرې شوي دي. د پلازمېنې د دغې برخې اوسېدونکي وايي، د امنیتي میثاق پروګرام په عملي کېدو سره هم په کابل ښار کې د جنايي پېښو او نا امنیو ګراف نه دی راټيټ شوی.

د کابل اوسېدونکی سمیع الله وویل:«په رڼا ورځ د سړک پر سر د امنیت کارکوونکی ولي. ناامني زیاته ده، غلا زیاته ده، چور تالان خپل وروستي حد ته رسېدلی دی.»

د کابل بل اوسېدونکی خان هم وايي:«د شپې له ۹ بجو وروسته په کوڅو کې تګ راتګ نه کېږي.»

له دې سره هم مهاله، تېرمازدیګر دوه وسله والې ښځې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند پر یوه سینګارتون په داسې حال کې برید وکړ چې یوه ناوې په کې د جوړېدو په حال وه او هغو د یادې ناوې ټول سر زر له ځانه سره یوړل.

د کابل امنیه قومندانۍ بیا وايي چې، دغه پېښې د دوی تر څېړنو لاندې دي.

حکومت نږدې درې میاشتې مخکې د امنیتي میثاق په نامه د یوې طرحې له جوړېدو خبر ورکړ، خو هېوادوال وايي چې، دغه طرحه د نورو امنیتي طرحو په څېر د نا امنیو او جنايي پيښو د راکابو کولو په برخه کې ناکامه شوې ده.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/afghanistan-166365

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading