بازتاب نیوز

ناروې طالبانو ته د سولې په پروسه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

٢٦ وږی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹ل): په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې  د سیاسي دفتر له رییس «ملا برادر اخند» او ورسره پلاوي سره د ویډیويي کانفرانس له لارې خبرې کړې او د افغان سولې په پروسه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړی.د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي « نن ماسپښين۲ بجې دافغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئيس محترم ملا برادر اخند او ورسره مل هئیت او د ناروې هېواد د وزیرې خارجه آغلې انې ماري ارکسن تر منځ دویډیو کانفرانس له لارې ملاقات وشو.»نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې افغانستان کې د بشري مرستو په اړه خبرې شوې او «ارکسن» ملا بردار اخند ته ډاډ ورکړی چې د افغان سولې په پروسه کې ورسره همکاري کوي « دناروې وزیرې خارجه دبین الافغاني مذاکراتو دپيل له امله داسلامي امارت سیاسي مرستیال ته مبارکي وویله.دواړو لورو دبین الافغاني مذاکراتو په اهمیت اوافغانستان کې په بشري مرستو خبرې وکړې.آغلې ارکسن دسولې په پروسه کې داسلامي امارت سياسي مرستيال ته دخپل هیواددملاتړ او همکاری ډاډ ورکړ.»۲_۲دناروې وزیرې خارجه دبین الافغاني مذاکراتو دپيل له امله داسلامي امارت سیاسي مرستیال ته مبارکي وویله.دواړو لورو دبین الافغاني مذاکراتو په اهمیت اوافغانستان کې په بشري مرستو خبرې وکړې.آغلې ارکسن دسولې په پروسه کې داسلامي امارت سياسي مرستيال ته دخپل هیواددملاتړ او همکاری ډاډ ورکړ— ډاکټر محمد نعیم (Dr M. Naeem) (@IeaOffice) September 16, 2020ناروې داسې مهال د افغان سولې په پروسه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي، چې تازه په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي او تمه ده په نږدې ورځو کې دواړه لوري مخامخ د خبرو مېز ته کښېني.ناروې تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په صورت کې د یادو خبرو کوربتوب او تسهیل ته چمتو دي. 

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/172966/ناروې-طالبانو-ته-د-سولې-په-پروسه-کې-د-ه/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading