بازتاب نیوز

کابل کې د ملي امنیت یو ډګروال ترور شوی

٢٦ وږی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو وسله والو په کابل ښار کې د ملي امنیت یو ډګروال ترور کړی او تښتېدلي دي.د پېښې عیني شاهدان د مقتول کورنۍ وايي، دا پېښه پرون د سه شنبې په ورځ ناوخته د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند «قلعۀ چه» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې په موټر سایکل سپرو وسله والو د ملي امنیت د افسر ډګروال محمدامین حیدري په موټر برید وکړ.د سرچینې په خبره په دغه برید کې ګروال حیدري وژل شوی او موټر چلوونکی یې ټپي دی؛ خو بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د حکومت لخوا په کابل ښار کې د امنیتي میثاق تر نامه لاندې په عامو خلکو وسلې ویشل شوي، چې له امله یې د کابل ښار امنیت تر بل هر وخت خراب شوی دی او په رڼا ورځ د ښار په زړه کې وسله والې غلاوې او قتلونه کیږي، چې د خلکو په باور ددې ټولو «بدبختیو» لامل د حکومت فاسد چارواکي دي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/172945/کابل-کې-د-ملي-امنیت-یو-ډګروال-ترور-شوی/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading