بازتاب نیوز

د سولې بهیر؛ حکومتي پلاوي له طالبانو د جګړې د دریدو غوښتنه وکړه

٢٦ وږی ١٣٩٩ خبر تلویزیون یک

د حکومت د مرکچي پلاوي مشر، معصوم ستانکزي له طالبانو غوښتي چې په لومړي ګام کې دې هیواد کې د وینې بهیدو مخه ونیول شي.

ښاغلي ستانکزي د دواړو پلاوو عمومي ناسته کې له طالب پلاوي غوښتنه کړې چې د خلکو د خونديتوب وروسته دې پر اصولو او قواعدو سلا وکړي، ترڅو د سولې خبرې پرې پرمخ لاړې شي.

خو د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر، شیخ عبدالکیم ویلي د دوی جګړه د واک ترلاسه کولو لپاره نه ده، بلکې غواړي چې افغانستان کې یو اسلامي نظام رامنځته شي.

بله خوا، د ملګرو ملتونو سازمان هم د یوې پریکړې لیک په تصویبولو سره د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه کړې او دواړه خواوې یې دایمي اوربند ته هڅولي دي.

ملګرو ملتونو کې د بریتانیا د دایمي استازي مرستیال، جاناتان الن په دې اړه ویلي: "داسې حساسي شرایطو کې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوي، فکر کوم د امنیت شورا ټول غړي غواړي چې غه بهیر کې پرمختګ وشي او تر ټولو ښه ممکنه نتیجه ترې راووځي."

په همدې حال کې، پخواني ولسمشر حامد کرزي یوې جرمنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان اساسي قانونو تعدیل ته اړتیا لري، خو دا کار د مرکچي پلاوو په صلاحیت کې نه دی.

اساسي قانون د افغانستان د اوسني نظام بنسټ بلل کیږي او حکومت هم په کراتو ویلي چې د خبرو میز کې پرې معامله نه کوي.

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی، زلمی خلیلزاد هم د خپلو سفرو په لړ کې هند ته تللی.

هند کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې خلیلزاد هندي چارواکو سره لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغان سولې بهیر د دواړو خواوو له خوا یوې هوکړې ته رسیدو پورې دوام وکړي.

ټاکل شوې وه چې د تیرې دوشنبې په ورځ قطر کې د افغان دولت او طالب پلاوو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شي، خو ښکاري چې دا خبرې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلې دي.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/43165-2020-09-16-13-15-14

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading