بازتاب نیوز

په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغزول شو

٢٦ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوي ماموریت (یوناما) د یو بل کال لپاره وغزول شو. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د استازې عادله راز د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د رایو په اکثریت د یو بل کال لپاره وغزاوه. میرمن عادله راز ویلي، چې: د یوناما د ماموریت غزول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ملاتړ څرګند پیغام لري او د نوي افغانستان تر څنګ د نړیوالې ټولنې دریدل او ملاتړ په ډاګه کوي. دغه راز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځی خبرو له پیل هرکلی کړی او په خبرو اترو کې له ښکېلو اړخونو یې غوښتي، چې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون د باور جوړونې هڅې تر سره کړي. د دې سازمان غړیو پرېکړه کړې، چې یوناما او د ملګرو ملتونوعمومي منشي ځانګړي استازې به د دوی د ماموریت په چوکاټ کې او د افغانستان له خپلواکۍ سره په مطابقت کې به د نړیوالې ټولنې ناجنګي هڅې همغږې او رهبري کوي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/په-افغانستان-کې-د-یوناما-ماموریت-وغزول/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading