بازتاب نیوز

حکومت د یوناما ماموریت د غزیدو له پرېکړې هرکلی وکړ

٢٦ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز

د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغې پرېکړې تود هرکلی کړی، چې په دې هېواد کې یې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغزاوه. د بهرنیو چارو وزارت په یوه څرګندونه کې راغلي، چې یوناما د سولې خبرو لپاره د نړیوالې مرستې په ترلاسه کولو او د جمهوري نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره د حکومت، د ټولو افغانانو او په ځانګړي توګه د ښځو او لږه کیو د اساسي حقونو په ترلاسه کولو کې پوره هڅې تر سره کړي دي. په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان اسلامي جمهوریت حکومت او خلک ژمن دي، چې د دوامداره، هر اړخیز اوربند او هر اړخیز سیاسي هوکړه لیک لپاره خپل کار روان وساتي. د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي؛ حکومت له یوناما سره په ګډه کار کوي، چې خپل ماموریت په بریالیتوب سره بشپړ او افغانان له ټولنیز- سیاسي پرمختګ ګټه پورته کړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز د څرګندونو له مخې په ډاګه شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د رایو په اکثریت د یو بل کال لپاره وغزاوه. میرمن عادله راز ویلي، چې: د یوناما د ماموریت غزول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ملاتړ څرګند پیغام لري او د نوي افغانستان تر څنګ د نړیوالې ټولنې دریدل او ملاتړ په ډاګه کوي. دغه راز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځی خبرو له پیل هرکلی کړی او په خبرو اترو کې له ښکېلو اړخونو یې غوښتي، چې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون د باور جوړونې هڅې تر سره کړي. د دې سازمان غړیو پرېکړه کړې، چې یوناما او د ملګرو ملتونوعمومي منشي ځانګړي استازي به د افغانستان له خپلواکۍ سره په مطابقت کې د نړیوالې ټولنې ناجنګي هڅې همغږې او رهبري کوي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/حکومت-د-یوناما-ماموریت-د-غزیدو-له-پرېکړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading