بازتاب نیوز

په یونان کې موریا کمپ ته پر اوراچولو ۶ افغانان تورن شوي

٢٦ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز

د دوه کوچنيانو په ګډون شپږ افغان ځوانان د یونان د لسبوس تاپو د کډوالو په موریا کمپ کې د تیرې اونۍ د اوراچولو پر تورنیول شوي او ټاکل شوې، چې محاکمه شي. د اتنز خبري سرچینې راپور ورکړی، چې تورن کسان د افغانستان اتباع دي، چې ټول شل کلن او ترذې د لږ عمرلرونکي دي، چې په تېرو څو ورځو کې نیول شوي دي. یوناني چارواکو له پیله ټینګار کړی و، چې اورلګول شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې نن چهارشنبه د وږي ۲۶ په ساموس تاپو کې د کډوالو کیمپ ته نږدې اورلګیدنه رامنځته شوې، چې په کې له ۴۷۰۰ ډېر خلک ژوند کوي؛ ۱۳ کډوال نیول شوي، چې نور یې بېرته خوشې شوي او درې یې بندیان دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/په-یونان-کې-موریا-کمپ-ته-پر-اوراچولو-۶-ا/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading