بازتاب نیوز

کابل او تهران د دوه اړخیزو همکاریو د نوې ستراتیژۍ پر جوړولو هوکړه وکړه

٢٦ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز

د ایران ګمرک ادارې ویلي؛ افغانستان او ایران هوکړه کړې، چې د  دوه اړخیزو ستراتیژیکو  همکاریو لپاره یو هر اړخیز اقتصادي سند چمتو کړي. د ایران د ګمرکونو رییس مهدي میراشرفي ویلي، د سوداګرۍ آسانه کول، د ګمرکي معلوماتو تبادله، د سرحدي ستونزو حل او د ترانزیت پراختیا د ایران او افغانستان کاري لومړیتوبونه دي. ښاغلي میراشرفي له افغان چارواکو سره له ویدیوي کنفرانس وروسته خبریالانو ته وویل: دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې د ستراتیژیکې همکارۍ لپاره هر اړخیز ستراتیژیک اقتصادي سند چمتو کړي. تهران تایمز راپور ورکړی، چې میر اشرفي د ایران، افغانستان او ازبکستان د نویو درې اړخیزو او د   ایران، افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان د څلور اړخيزو ترانزیت دهلیزونو په اړه ویلي: دا پروسه د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ته د ترانزیت آسانتیا لپاره د ایراني ګمرکونو ټینګ هوډ غواړي. دا کار د فارس خلیج او عمان خلیج له لارې نړیوالو اوبو ته آسانتیاوې رامنځته کوي. هغه وویل، چې د چابهار بندر په اړه یې له افغان چارواکو سره هم خبرې کړې دي. میراشرفي زیاته کړې: د چابهار بندر د ایران له لارې د توکو د ترانزیت په برخه کې د افغانستان لپاره یو مهم او ژوند بښونکی بندر دی او په وینا یې که افغان لوری غواړيو چې د ویزو او ترانزیت لګښتونه راکم کړي؛ نو د ایران له لارې به په ترانزیت کې د ګمرکي سرغړونو پر جزا له سره غور وشي. د چابهار د اوبو بندر له سیمې سره د سوداګریزو موخو او اړیکو د زیاتولو لپاره افغانستان ته حیاتي ارزښت لري.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/کابل-او-تهران-د-دوه-اړخیزو-همکاریو-د-نوې/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading