بازتاب نیوز

سویلي کوریا په افغانستان کې له کورونا سره د مبارزې لپاره یو میلیون دالر ځانګړي کړل

٢٦ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز

سویلي کوریا په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یو میلیون دالر مرسته ځانګړې کړې ده. دغې موخې ته د رسیدلو لپاره نن په کابل کې د سویلي کوریا سفارت له روغتیا نړیوالې ټولنې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د روغتیا نړیواله ټولنه څرګندوي؛ دغه اداره به د شپږ میاشتو په موده کې د پروژې پلي کولو لپاره بودجه ترلاسه  او هغه به په افغانستان کې زیان منونکیو خلکو ته د غوره روغتیایي خدمتونو پر برابرولو ولګول شي. د سویلي کوریا او روغتیا نړیوالې په ګډه اعلامیه کې راغلي؛ تمه دهو چې دغه پروژه به د ۱۵ کاري ډلو لخوا د بېلګو کیتونه چمتو کوي. دوی به په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د کتنې هڅې ګړندۍ کړي. په دې توګه دوی کولی شي د ۴۰۵۰۰ خلکو بېلګې راټولې او وګوري. دې ادارې زیاته کړه، چې دوی د عامې روغتیا ریاست ته تشخیص کیتونه چمتو کوي، چې ورسره به د ۵۰۰۰۰ کسانو د کتلو وړتیا برابره شي. د مرستې دغه هوکړه لیک د سویلي کوریا د سفیر ژا هایونګی او په افغانستان کې د دبلیو اچ د استازي ریچارد پیپرکورن لخوا لاسلیک شو.  دوی یادونه وکړه، چې افغانستان د پام وړ لومړۍ څپه بریالۍ کړې؛ خو هرڅوک باید دوه یم  پړاو ته چمتو وي. عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي؛ که خلک د دې ناروغۍ پر وړاندې روغتیایي سپارښتنو ته پام و نکړي، دوه یمه څپه به یې دوه میاشتې وروسته له لوړۍ هغې مرګونې وي. د رسمي شمېرو له مخې، تازه تېرو څلیریشت ګړیو کې څلوېښت کسان پدې ویروس اخته شوي او لس نور ترې مړه دي. افغانستان کې څو میاشتې کیږي، چې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر مخ په کمېدو دی؛ خو اوس لیدل کيږي، چې د ځینو هېواد والو بهرنیو سفرونو او د سړې هوا له رالګیدو سره د کرونا وبا مثبتې پېښې دېرې شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د دې وبا له دوه یمې څپې سره د  مقابلې لپاره د تیاري ک خبره کوي. د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور ویلي؛ خلک باید روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي او که نه د کرونا ویروس دوه یمه څپه به ستر ګواښ وي.           د خلکو ژوند اوس له کرونا وروسته بېرته عادي شوی او هیڅ څوک نه لیدل کیږي، چې روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي. د رسمي څرګندونو له مخې، په تېرو څلیریشتو ګړیو کې څلویښت کسان په دې ویروس اخته شوي او لس نور مړه دي. اوس؛ نو پدې ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۸۵۵ او د مړه شویو هغه ۱۴۳۶ کسانو ته رسیدلی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/سویلي-کوریا-په-افغانستان-کې-له-کورونا-س/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading