بازتاب نیوز

د کابل – تهران اړیکې د تمې خلاف دی/ د اشرف غنی او عبدالله ترمنځ اختلافونو کارونه ورو کړی دی

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال د راپور پر بنسټ، نن سبا په افغانستان کې د سیاست بازۍ بازار په بې مخینې توګه ګرم دى او له دولت سره تر هوکړې وروسته په دې هېواد کې د حزب اسلامی د مشر حضور دا بازار نور هم ګرم کړى دى. د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال د دې هېواد د سیاسی وضعیت، طالبانو او داعشیانو، د قومی اقلیتونو په اړه د حکمتیار د دریځ، د کابل – اسلام اباد او کابل – تهران اړیکو او همدارنګه په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال محمد محقق سره بحث او خبرې کړې دی. محقق په دې مرکه کې د ملی یووالی حکومت د تېر درې کلن کار په اړه وویل: هغه دولت، چې د دوو لوریو په موافقې سره تشکیل شوى وی، نه شی کولاى په عادی توګه عمل وکړی، ټولو کارونو ته ورسېږی او بریالى واوسی، خو بیا هم د ملی یووالی حکومت تراوسه یو شمېر بریالی اقدامات ترسره کړی او ځینې نور کارونه د داخلی اختلافونو له امله پر خپل ځاى پاتې دی. هغه زیاته کړه: ځینې بنسټیزې پروژې، د سړکونو او بندونو جوړول، چې دا عمومی کارونه دی، د دولت د مشرانو اختلافونه پر دې نه وو او له همدې امله تراوسه دا پروژې په ښه توګه پلې شوې دی. د کابل د دولت د اجرائیه ریاست مرستیال وویل: د وزیرانو، والیانو او سفیرانو د ټاکلو لپاره د ملی یووالی حکومت د مشرانو ترمنځ زیات اختلافونه موجود دی، چې تراوسه یې پر حل نه یو توانېدلی، دا اختلافونه ځینې وختونه د ولسمشر او اجرائیه د ټیمونو ترمنځ د لانجو پیدا کولو سبب شوی او ځینې نور وختونه یې د حکومت کارونه سست کړی دی. محقق په دې اړه، چې آیا دولت د خلکو هیلې پوره کړی او کنه؟ زیاته کړه: دا چې دولت د خلکو هیلې پوره کړی او کنه په دې اړه به دومره ووایم، چې په ځینو برخو کې د خلکو ارمانونه پوره شوی لکه د یو شمېر مهمو بنسټیزو پروژو پلی کول. نوموړی د 2014 کال له ټاکنو وروسته د هزاره وګړو د غوښتنو پوره کولو او د هغوى له خوا د ده ټاکلو ته په اشارې وویل: دا لومړى ځل نه دى، چې د هزاره ګانو له 80 سلنې زیاتې رایې له ما سره وې، بلکې په تېرو ټاکنو په ځانګړې د جمهوری ریاست لومړنیو ټاکنو کې له دې زیاتې رایې د هزاره ګانو له لوری زما په ګټه کارول شوې وې، خو دا چې د خلکو هیلې پوره شوی او کنه په دې اړه به دومره ووایم، چې په ځینو برخو کې د خلکو ارمانونه پوره شوی لکه د یو شمېر مهمو بنسټیزو پروژو پلی کول. محقق وایی: موږ د عدالت په ټینګښت کې ستونزې لرو، هغه کسان، چې ماته یې رایې راکړی هم پوهېږی، چې زه خپلې هڅې کوم، خو کار له بل ځایه خراب دى، بیا هم خپلو هڅو ته بې له کومې ناامېدۍ دوام ورکوم، ترڅو خلکو سره کړې ژمنې مې پوره کړم. د افغانستان دغه جهادی رهبر په دې هېواد کې د جهادی رهبرانو د ځاى په اړه وویل: په لومړیو 15 کلونو کې له جهادی رهبرانو سره د خلکو مینه کمه وه، هغوى یې په بېلابېلو نامناسبو لقبونو یادول او جهاد هم زموږ نړیوالو دوستانو ته یو جنایت ښودل شوى او جهادی رهبران هم جنګسالاران او مجرم تعریف کېدل، په داسې حال کې، چې دوى د افغانستان د خلکو لپاره افتخارات دی، ځکه یو لوى اشغالګر یې له خپل هېواده ایستلى و. محقق تشرېح کړه: ځینې کسان وو، چې د 15 کلونو په جریان کې یې د جهادی رهبرانو د ځاى او مرکز د نابودلو لپاره هڅې وکړې، خو دا چې دې رهبرانو د میلیونونو کسانو په زړونو کې ځاى درلود، د هغو کسانو هڅې ناکامې شوې او بیا یې خپلو هڅو ته دوام ور نه کړ. هغه زیاته کړه: د ملی یووالی په حکومت کې که څه هم د مجاهدینو په ضد شعار نه ورکول کېږی، خو هغوى له ښه موقفه هم برخمن نه دی، که مجاهدین د خلکو په منځ کې ښه خلک وو، نو اوس هم دی، خو که مهم او ګټور خلک نه وو، هېڅوک نشی کولاى هغوى خلکو ته ښه کسان معرفی کړی. محقق پر دې په ټینګار سره، چې ځینې کسان په افغانستان کې د داعش په حضور کې خپلې ګټې وینی څرګنده کړه: تازه د افغانستان په ځینو شمالی ولایتونو لکه فاریاب، سرپل او جوزجان کې هم داعش نفوذ پیدا کړى، چې د مرکزی اسیا هېوادونو سره د دغو سیمو د خلکو د کلتوری او ژبنیو مشترکاتو پایله ده. نوموړى سرتاسری امنیت ته د افغانستان د رسېدلو لار د دې هېواد په اړه د نړۍ د هېوادونو یووالى بولی او د هزاره ګانو په اړه یې د حکمتیار د دریځ په تړاو زیاته کړه: د حکمتیار پخوانی دریځونه موږ ته د اعتبار وړ نه دی، هغه خبرې چې ده د مذاکراتو په جریان کې کړی او په افغانستان کې یې اوسنۍ څرګندونې هم موږ ته د اعتبار وړ نه دی.  د ملی یووالی حکومت دغه شریک د کابل – تهران اړیکو په اړه وویل: طبیعی ده، چې د کابل – تهران اړیکې د تمې خلاف دی، ځکه په افغانستان کې سیاست تر ډېره د امریکا په لاس کې وی، افغان چارواکی سیاست کوی، خو په هر صورت امریکا د یوه ځواکمن هېواد په توګه او دا چې په افغانستان کې پانګونه کوی، د هغه حضور د افغانستان پر سیاست اغېز کوی، نو له همدې امله د کابل – تهران اړیکو لکه څنګه چې تمه کېده، هغسې وده و نه کړه، ګډې پروژې لکه د چابهار بندر او د کډوالو وضعیت هم په افغانستان کې د امریکا تر اغېزې لاندې راغلى دى. هغه د افغانستان د سولې مذاکراتو کې د روسیې، هند او ایران پر رول ټینګار سره د سولې په څلور اړخیزو ناستو کې د دې هېوادونود نه ګډون له امله ګیله وکړه او ویې ویل: هغه وخت چې په پاکستان کې د کابل، اسلام اباد، بیجینګ او واشنګټن د دولتونو ترمنځ د سولې څلور اړخیزې غونډې جوړېدې، ما په کابل کې د بریتانیا او امریکا له سفیرانو سره خبرې وکړې او ټینګار مې وکړ، چې دا غونډې حساسیت پاروونکې دی، ځکه ټول هېوادونو له ترهګرۍ سره مبارزه کې ځانونه دخیل بولی. د عبدالله عبدالله مرستیال څرګنده کړه: پر دې مې ټینګار وکړ، چې یادې غونډې باید له څلور اړخیز توبه ووځی او له دغو سفیرانو مې وغوښتل، چې دا غونډې دې د اثر لرونکو هېوادونو لکه ایران، چین، هند، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو په ګډون سره 6، 8 او حتى 10 اړخیزې شی. نوموړی د خپلو خبرو په بله برخه کې کابل ته د پاکستانی پلاوی د سفر په اړه وویل: د پاکستان د پارلمان پلاوى په داسې وخت کې افغانستان ته راغى، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ښه کولو لپاره هڅو نتیجه ورنکړه، د دې پلاوی حضور په دې معنا دى، چې پاکستانیانو افغانانو ته د نږدې کېدو قدم پورته کړ. محمد محقق د دې بیان په څرګندولو سره، چې افغان کډوال له پاکستان، ایران او اروپا څخه شکایت لری، زیاته کړه: کډوال منونکی هېوادونه باید د بشری حقونو د کنوانسیونونو مطابق کډوالو سره چلند او د هغوى بشری حقونو ته درناوى وکړی. هغه د دې ترڅنګ، چې د کابل – تهران نامطلوب سیاستونه سبب شول، چې تهران ته د ده او کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفرونه لغوه شی، وویل: زموږ لومړنۍ غوښتنه د کډوالو د ستونزو حل دى او که دا غوښتنه مو و نه منل شوه، د کډوالو ستونزې باید د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابوالی لامل نه شی. محقق زیاته کړه، چې په ایران کې مېشت افغان کډوال د پخوانیو پاسپورټونو له لارې نوی پاسپورټونه ترلاسه کوی او ایران باید خپل تحصیلی بورسونه له ګوند بازۍ پرته د یوې رڼې پروسې له لارې د جنسیتی ترکیب په رعایتولو سره مستحقو افغان محصلینو ته ورکړی. پای/

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960217000438

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading