بازتاب نیوز

د بهرنیو چارو وزیر تاجکستان ته په سفر تللی

٢٧ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د خبرپاڼې په وینا، دغه سفر د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزیر په رسمي بلنه ترسره شوی دی. سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې چې حنیف تمر په دې لیدنه کې د تاجکستان له جمهور رییس امام علي رحمان، لومړي وزیر قاهر رسول زاده او د دغه هېواد له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري. د وزارت خبرپاڼه همدارنګه وایي، ټاکل شوې چې د دوی تر منځ په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا، امنیتي او سرحدي مسایلو، ټرانسپورټ، پانګونې، سوداګرۍ او ورته نورو موضوعاتو خبرې وشي. د خبرپاڼې په وروستي برخه کې راځي چې له هغه سره په دغه سفر کې لوړپوړي دولتي چارواکي، والیان او د پارلمان غړي هم ملتیا کوي. The post د بهرنیو چارو وزیر تاجکستان ته په سفر تللی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/17/د-بهرنیو-چارو-وزیر-تاجکستان-ته-په-سفر-تل/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading