بازتاب نیوز

حکومت او طالبان د کړنلارې پر اصولو هوکړې ته نه دي رسېدلي

٢٧ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د حکومت د مرکچي پلاوی غړی نادر نادري وایي، تر اوسه د دواړو پلاوو تر منځ د کړنلارې پر قواعدو او اصولو بحث روان دی او هڅه یې دا ده، څو ټول هغه قواعد چې په مذاکراتو کې ورته اړتیا ده، په کړنلاره کې ځای پر ځای شي. د ده په خبره، دا یوه تخنیکي پروسه ده، ښکېل لوري هڅه کوي چې په دې برخه کې له دقته کار واخلي او د مذاکراتو په جریان کې له کومې ستونزې سره مخ نه شي. نادري زیاتوي، دواړه ټیمونه پر دې ټینګار کوي چې بین الافغاني مذاکرات له درېیم ګړي پرته او یوازې د افغانانو تر منځ ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو پرانستغونډه له اوږده ځنډه وروسته د تېرې شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شوه او تمه کېږي چې ډېر ژر پر یو نظام هوکړې ته ورسېږي. The post حکومت او طالبان د کړنلارې پر اصولو هوکړې ته نه دي رسېدلي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/17/حکومت-او-طالبان-د-کړنلارې-پر-اصولو-هوکړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading