بازتاب نیوز

بغلان کې د عسکرو توپچي برید او بدخشان کې بمبار ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

٢٧ وږی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت په برکه ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو توپچي برید او د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ پر جومات او عامه کورونو بمبار تر لسو زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.له سیمې څخه په همدې تړاو خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې تېره ورځ د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ اړوند چشمه سیار سیمه کې دولتي چورلکو پر ملکي وګړو بمبار کړی چې له امله یې یو مسجد او دوه کورونه تخریب شوي او خلګو ته مالي زیان اوښتی.ورته مهال د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ اړوند  چپه سیمه کې دولتي عسکرو د ملکي وګړو پر کورونو توپچي برید کړی چې له امله یې درې تنه وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون اته نور ټپيان دي.دولتي سرچینې که څه هم په دې اړه څه نه وایي، خو دا بریدونه داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ د مذاکراتو لړۍ پیل شوې او له کابله تللی پلاوی ټینګار لري، چې د خبرو لپاره د یوې مناسبې فضاء د رامنځته کولو په موخه باید اوربند شي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/172988/بغلان-کې-د-عسکرو-توپچي-برید-او-بدخشان-کې/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading