بازتاب نیوز

افغان حکومت ۴۲ تدارکاتي موارد منظور کړل

٢٧ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د سرچینې په خبره، په دې غونډه کې د ورکړې، فسخې او تعدیل او د لارښوونو او یادښتونو د غوښتنې په ګډون پر۴۸ تدارکاتي مواردو د بحث په پایله کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې اړوند د هېواد په مختلفو برخو کې د ۱۵ اوبو بندونو او زېرمو د طرحې، ډیزاین او جوړولو په ګډون ۴۲ موارد منظور شول. د ارګ خبرپاڼه څرګندوي، د برېښنا شرکت اړوند په هرات کې پُل هاشمي سب سټېشن ته د نورالجهاد ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د مزو لېږد، تدارک، ډيزاین، نصب غوښتنه او د عامې روغتیا وزارت اړوند د توبرکلوز ملي برنامې اړتیا وړ جین اکسپرټ ماشینونو د ۵۰ زره کارټریج پروژې قرارداد د لا زیاتو ارزونو په هدف بېرته ور وګرځول شول. جمهوري ریاست وایي، په همدې ترتیب د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې، د افغانستان بانک اړوند د ۳۸۰ میلیونه نویو بانکنوټونو د چاپ پروژې د قرارداد مودې غځولو په ګډون د یو شمېر نورو تړونونو غځولو او د سالنګ تونل او لویې لارې د مطالعاتو او ډيزاین پروژې د وخت تمدید منظور کړل. The post افغان حکومت ۴۲ تدارکاتي موارد منظور کړل appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/17/افغان-حکومت-۴۲-تدارکاتي-موارد-منظور-کړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading