بازتاب نیوز

ایران د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ ډاډ ورکوي

٢٧ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د وزارت خبرپاڼه وایي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغانستان د سولې پروسې په بریالیتوب کې هر ډول مرسته ترسره کړي. د سرچینې په وینا، دواړو لورو د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کېدو پر اهمیت، د تاوتریخوالي پر کمېدو، اوربند او ورته نورو مسایلو خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د دوی تر منځ په ټلیفوني خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سولې په بهیر کې د ایران پر همکارۍ او مرستې ټینګار وکړ. ایران پر داسې مهال د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي چې د تېرې شنبې پر ورځ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو پرانستغونډه ترسره شوه او ټاکل شوې چې ډېر ژر ښکېل لوري د کړنلارې پر اصولو هوکړې ته ورسېږي او تر هغه وروسته به په رسمي ډول بین الافغاني خبرې پیل شي. The post ایران د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ ډاډ ورکوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/17/ایران-د-بین-الافغاني-مذاکراتو-د-ملاتړ-ډ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading