بازتاب نیوز

محمد حنيف اتمر په دوه ورځني سفر تاجکستان ته لاړ

٢٧ وږی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر د تاجکستان په رسمي بلنه د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن دغه هېواد ته لاړ.

د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې محمد حنيف اتمر په دې سفر کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزير قاهر رسول‌زاده، د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدين او د ملي امنيت د دولتي کمېټې له مشر سيد مومن يتيم‌اوف سره وګوري.

د اعلاميې په حواله په دې ليدنو کې به ټولې خبرې په امنيتي او سرحدي، ټرانسپورټ، پانګونې، سوداګرۍ او ترانزيت او انرژۍ برخو کې د اړيکو پر پراختیا ورټولې وي.

د يادولو ده چې د بهرنيو چارو له وزير سره په دې سفر کې يو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي، واليان او د پارلمان غړي ملګري دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/30326

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading