بازتاب نیوز

په ننګرهار کې پر امنیتي‌ ځواکونو بریدونه شوي

٢٧ وږی ١٣٩٩ ټي آر ټي

 

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو د ولسوالۍ ولسوال خبري رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې طالبانو تیره شپه په یاده شوې ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو او ولسي پاڅونوالو پر پوستو بریدونه شوي چې په نتیجه کې درې تنه سیمه ایز او پنځه تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.

هغه ویلي دي چې د برید نه وروسته په پيل شوې نښته کې طالبانو ته هم د پام وړ ځاني زیانونه اوښتي دي.

هغه ویلي دي‌ چې پدې نښته کې ۸ تنه طالبان هم وژل شوي‌ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

پيوندونه: #برید , #طالبان , #ننګرهار , #افغانستان

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/09/17/ph-nnkrhr-kh-pr-mnyty-hwkhwnw-brydwnh-shwy-1492090

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading