بازتاب نیوز

اتمر تاجکستان ته ولاړ

٢٧ وږی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «حنیف اتمر» د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی.له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اتمر د  تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه په دوه ورځني سفر د یاد هیواد پلازمېنې دوشنبې ته رسېدلی.خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په اتمر به د خپل سفر په مهال د تاجکستان له ولسمشر، لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره وګوري او په امنیتي او سرحدي برخه کې د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په غښتلتیا، ټرانسپورټ، پانګونې، ترانزيټ، سوداګرۍ او انرژۍ په اړه به ورسره بحثونه وکړي.د خبرپاڼې په بنسټ، له اتمر سره په دې سفر کې د پارلمان ځيني غړي، د ځینو ولایتونو والیان او لوړ پوړي دولتي چارواکي هم ملتیا کوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/172990/اتمر-تاجکستان-ته-ولاړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading