بازتاب نیوز

ملا برادر او د ناروې د بهرنیو چارو وزیره پر افغان سوله غږېدلي

٢٧ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک پر خپل ټويټر لیکلي، دا خبرې پرون ماسپښین ۲:۰۰ بجې تر سره شوې چې پکې د سولې مذاکراتو او دغه راز له افغانستان سره د ناروې هېواد پر بشري مرستو بحثونه وشول. د نوموړي په وینا، ملا برادر ټینګار کړی چې افغانان باید خپلې ستونزې د بهرنیانو له لاسووهنې پرته حل کړي. طالبانو پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې لاهم د بین افغاني خبرو د پیلېدو پر کړنلارې د ښکېلو لورو خبرې روانې دي. The post ملا برادر او د ناروې د بهرنیو چارو وزیره پر افغان سوله غږېدلي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/17/ملا-برادر-او-د-ناروې-د-بهرنیو-چارو-وزیره/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading