بازتاب نیوز

نیمروز کې یوه کس خپله پخوانۍ مېرمن وژلې او لور یې ټپي کړې

٢٧ وږی ١٣٩٩ سلام وطندار

نیمروز ولایت کې یوه کس خپله پخوانۍ مېرمن د چاقو په وسیله وژلې او لور یې ټپي کړې ده. دغه ښځه صادقه نومیږي، چې د نیمروز ولایت اصلې اوسېدونکې او حسن مېړه یې د غور ولایت اوسېدونکی دی. پېښه تېره ورځ چهارشنبه د سنبلې په شپږویشتمه زرنج ښار کې شوې ده.

نیمروز کې یوه معتبره ځايي سرچینه وايي، پېښه داسې مهال شوې، چې حسن قومي جرګه کې غوښتل خپلې پخوانۍ مېرمنې صادقې څخه له څو کاله بېلتون وروسته، د خپلې لور سرپرستي په غاړه واخلي، خو د هغې مخالفت سره مخ شو.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، د دغه کس لور نه غوښتل چې خپلې مور څخه بېله شي. د سرچینې په وینا، حسن د جرګې پر مهال صادقه د چاقو په وسیله وژلې او خپله لور یې ټپي کړې ده.

دغه سرچینه زیاتوي، چې یاد کس سیمې څخه تښتېدلی او د پولیسو څېړنې ښيي، چې دغه سړي له وړاندې د خپلې پخوانۍ مېرمنې د وژلو هوډ درلود.

د نیمروز امنیتي او محلي مسوولان دې برخه کې خبرو ته حاضر نه شول.

خو نیمروز کې د ښځو د حقونو فعالانې د پېښې په تایید سره د ښځو د وژنو پېښو نه څېړلو څخه اندېښنه ښيي. هغوی له امنیتي مسوولانو غواړي چې هرڅه ژر دغه کس ونیسي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=57415

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading