بازتاب نیوز

بغلان او بدخشان کې ۱۸ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

٢٧ وږی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): که یو لوري ته په قطر کې د او افغاني جهتونو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات جریان لري، بل پلو طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو او پولیسو لړۍ هم په ډیرې چټکۍ سره دوام لري.طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې تازه ۱۸ تنه دولتي عسکر په بغلان او بدخشان ولایتونو کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.#الفتح:در مربوطات ولسوالی پلخمری ولایت بغلان ۱۳ تن عسکراداره کابل (گل ولی، صابر، گل محمد، فضل الحق، اکبرخان، پاینده، مقیم، نوید، عزیز، روزالدین، شاه سید، عبدالجبار و تانه دار)بادرک حقائق و سعی وتلاش مسئولین دعوت و ارشاد دست از وظائف خود کشیده به مجاهدین پیوستند.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) September 17, 2020د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې ددې خبر په تایید سره ویلي، چې په تسلیم شوو دولتي عسکرو کې  ۵ تنه د بدخشان ولایت تیشکان ولسوالۍ او ۱۳ تنه نور بیا د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ مربوط دي.مجاهد دغه راز د تسلیم شوو دولتي عسکرو شهرتونه هم او نظامي دندې هم په خپلې ټویټر پاڼې خپرې کړي دي.د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/172993/بغلان-او-بدخشان-کې-۱۸-دولتي-عسکر-طالبان/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading