بازتاب نیوز

دفاع وزارت: تېرو شپږو میاشتو کې تر ۴۰۰۰ زیات ماینونه شنډ شوي

٢٧ وږی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې څلور زره ۷۷۶ ماینونه شنډ کړي دي.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې څلور زره او ۷۷۶ مختلیف ماینونه شنډ کړي دي.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

فرض کړی که د دې هر ماین چاودنې یو کس وژلی وای، د دې ماینونو په شنډولو سره د څلور زره ۷۷۶ کسانو د مرګ مخه نیول شوې ده.


د یادونې ده چې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنې ډېری قربانیان ملکي وګړي وي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/30333

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading