بازتاب نیوز

خالد: پوځ اجازه نه ورکوي چې څوک له طالبانو سره په لاسته راوړنو معامله وکړي

٢٧ وږی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د دفاع وزارت سرپرست «اسدالله خالد» وايي، قطر کې له پيل شویو بین الافغاني مذاکراتو هرکلی کوي؛ خو هغه هوکړه ورته د منلو وړ نه ده، چې د تېرو دوو لسیزو  لاسته راوړنې پکې معامله شوې وي.خالد دغه څرګندونې نن په هغه غونډه کې وکړې، چې د امریکا له لوري کابل حکومت ته د څلور جنګي الوتکو د ورسپارلو په مناسبت رابلل شوې وه.نوموړي وویل، چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان نجونو پر مختګ کړی، نظامي او عصري زده کړې یې کړې او هیڅکله هغه وخت ته نه ورګرځي، چې په «دُرو» به وهل کېدي «د افغانستان امنیتي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې د تېرو دوو لسیزو په لاسته راوړنو معامله وکړي.»خالد ددې تر څنګ د امریکا له لوري حکومتي ځواکونو ته د تازه الوتکو ورکړه له «پوځ» سره کړو تعهداتو ته د ناټو د ژمنتیا نښه وبلله او یاده یې کړه، چې هیڅ داسې نښې يې نه دي تر سترګو شوې، چې له افغانستانه د ناټو په وتلو دلالت وکړي.د خالد په خبره، روانه جګړه د تروریزم خلاف ده، چې افغانستان یې په لومړۍ کرښه کې دی او تر بل هر چا یې ډېره قرباني ورکړې؛ نو ځکه به د ناټو مرستې تر هغه مهاله دوام ولري، تر څو چې په سیمه او هیواد کې د «تروریزم» ځالې له منځه لاړې شي.نوموړي د الوتکو د سپارلو مراسمو ته راغلی امریکایي جنرال «دیدریک» خپل ورور او ملګری وباله او تر څنګ یې له ناټو مننه وکړه چې په تېرو څو کلونو کې يې له هیڅ «سخاوتمندانه کار» دریغ نه دی کړی او  د دولتي عسکرو په تجهیز او تمویل کې يې مرسته کړې.د خالد له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي او د طالبانو له لوري ټینګار شوی چې هرې موضوع ته له «اسلامي لیدلوري» حل لاره وموندل شي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/172998/خالد-پوځ-اجازه-نه-ورکوي-چې-څوک-له-طالبا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading