بازتاب نیوز

امریکا، افغانستان ته څلور جنګي الوتکې ورکړې

٢٧ وږی ١٣٩٩ د امریکا غږ

د قاطع ملاتړ ماموریت (ناټو) له افغانستان سره د خپلو پوځي مرستو په لړ کې A29 ډوله څلور چنګي الوتکې افغان هوايي ځواکونو ته ورکړې.

له افغان ځواکونو سره د امنیتي همکاریو په چارو کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان ډګر جنرال دیدریک د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۷ (وږي ۲۷) وویل چې اوس افغان ځواکونه په سمه توګه تجهیز او روزل شوي او له تروریزم سره په جګړه کې یې د سولې لپاره زمینه مساعده کړې ده.

هغه زیاته کړه چې امریکا او ناټو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي ترڅو افغانستان یوځل بیا د تروریستانو په مرکز بدل نشي.

ډګر جنرال دیدریک وویل: "پر دغو څلورو الوتکو سربیره موږ د ۲۰۱۶ کال راپدېخوا ۱۸ A29 ډوله الوتکې تسلیم کړي دي او شپږ نورې هم د (۲۰۲۱) په فبروري کې تسلیموو".

دغه امریکايي جنرال زیاته کړه چې A29 الوتکې د افغان هوايي ځواکونو یو له ګړندیو، مجهزو او یرغلیزو الوتکو څخه ګڼل کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/RS-submitted-four-A29-aircraft-to-Afghan-air-force-/5586870.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading