بازتاب نیوز

امریکا افغان سرتېرو ته څلور نورې الوتکې ورکړې

٢٧ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د افغانستان د هوایي ځواکونو قومندان جنرال محمد فهیم رامین په همدې هدف جوړو شوو مراسمو ته وویل، افغان سرتېري اوس دا وړتیا لري چې د هېواد په هره برخه کې د هوایي ځواک په مرسته د جګړې ډګر ته ور ودانګي. د ده په وینا، د دغو سوپر توکانو الوتکو په ورکړې سره به د دوی الوتکې ډېرې شي او دا چاره د پوځ د پیاوړتیا لامل کېږي. دې غونډې ته د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد که څه هم د بین الافغاني خبرو پیل ته خوښي څرګنده کړه، خو زیاته یې کړه چې د سولې له خبرو سره پر یو وخت طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او دا هر څه د امتیاز تر لاسه کولو لپاره دي. دی وایي، د افغانستان اردو اوس پیاوړې ده او دښمن نه شي کولی چې د پنجاب په مرسته هغه له منځه یوسي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه قومندان په خپلو خبرو کې وویل، امریکا او ناټو د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته ژمنه دي او د دغه پوځ د لا پیاوړي کولو لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. The post امریکا افغان سرتېرو ته څلور نورې الوتکې ورکړې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/17/امریکا-افغان-سرتېرو-ته-څلور-نورې-الوتک/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading