بازتاب نیوز

طالبانو ته د افغانستان د ماشومانو لیکونه د تهران نندارتون ته ورسېدل

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

د افغانستان د ماشومانو د کور مدیر سید نادر موسوی د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال سره په خبرو کې د تهران د کتاب په دېرشم نړیوال نندارتون کې د افغانستان د ماشومانو د کور حضور ته په اشارې زیاته کړه: ایرانیانو د افغانستان د ماشومانو د کور او د تاک خپرندویه ټولنې له غرفو څخه ښه هرکلى وکړ او دا د خوښۍ ځاى دى. د افغانستان د ماشومانو د کور مدیر د تهران د کتاب په دېرشم نړیوال نندارتون کې نویو اثارو ته په اشارې وویل: د ماشومانو د کور غرفه د افغانستان د ماشومانو په اړه د تخصصی کتابونو خپرندویه، له تېرو څلورو کلونو راهیسې د تهران د کتاب په نړیوال نندارتون کې ګډون کوی او سږ کال یې د افغان لیکوالانو له ګڼو کتابونو سره په دغه نندارتون کې په ډک لاس ګډون کړى دى. موسوی د دې په بیانولو سره، چې د ماشومانو او نویو ځوانانو په اړه یې څو کتابونه په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړی زیاته کړه: (د سولې لیکونه) طالبانو ته د افغانستان د ماشومانو د لیکونو اړوند کتاب د نندارتون له نویو کتابونو څخه دى او څو نور کتابونه په لاس کې لری، چې شاید د نندارتون د پاى ورځو کې نندارې ته وړاندې شی. د تهران د کتاب دېرشم نړیوال نندارتون به د غویی میاشتې له ۱۳مې تر ۲۳مې نېټې د ۱۰ ورځو لپاره د تهران په افتاب ښار کې د خلکو پر مخ پرانیستى وی. پای/

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960216000623

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading