بازتاب نیوز

په کابل کې د خونړۍ فاجعې مخنیوی وشو

٢٧ وږی ١٣٩٩ ټي آر ټي

 

په کابل کې یو تن د ځانمرګي واسکټ او وسلو سره نیول شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پولیسو تیره ورځ د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د قلعه واحد په سیمه کې په یو کور کې  یو تن ترهګر د ځانمرګي واسکټ او وسلې سره یو ځای ونیو.

ویاند ویلي دي چې د دې ترهګرې سره یو ځای ځانمرګی واسکټ، چاودیدونکي توکي اویو قبضه تبانجه نیولې ده .

ترهګر غوښتنل چې په کابل کې یو ځل بیا خونړی برید وکړي او یو زیات شمیر وګړي‌ د غم په ټغر کینوي هدف ته د رسیدو نه مخکې ونیول شو.

پيوندونه: #خانمرګی برید کوونکی , #کابل

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/09/17/ph-khbl-kh-d-khwnry-fj-mkhnywy-wshw-1492308

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading