بازتاب نیوز

ولسمشر بلخ کې پر يوې نجلۍ د ډله‌ييز جنسي تېري پېښې د څېړلو امر وکړ

٢٧ وږی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني په بلخ کې پر يوې ۱۵ کلنې نجلۍ د ډله‌ييز جنسي تېري د پېښې څېړلو امر کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديق پر خپل ټوېټر ليکلي، ولسمشر لويې څارنوالۍ او ملي امنیت ته امر کړی، چې د دې پېښې په برخه کې ژر تر ژر خپل قدامات وکړي.

نوموړي زياته کړې:

افغان دولت د ټولو هېوادوالو بشري حقونو، د ښځو او ماشومانو حقونو په ګډون د عدالت تامین ته ژمن دی او له سرغړوونکو سره جدي چلند کوي.

څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې په بلخ کې پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ اوو کسانو ډله‌يیز جنسي تېری کړی دی.

د بلخ ځايي مسوولینو هم دغه پېښه تاييد کړې او زياتوي چې تورن کسان هم نيول شوي دي.

له بل لوري صديق صديقي وايي، حکومت د دغې نجلۍ روغتيايي وضعيت د رسېدنې په برخه کې هم هلې ځلې کړې او نوموړې اوس مهال امان الله خان روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/30340

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading