بازتاب نیوز

يوشيدې سوګا د چاپان نوی لومړی وزير وټاکل شو

٢٧ وږی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د چاپان پارلمان يوشيدې سوګا د دغه هېواد د نوي لومړي وزير په توګه وټاکه. سوګا د پارلمان له دواړو جرګو پرون د باور رايې ترلاسه کړې.

سوګا داسې مهال د جاپان نوی لومړی وزير ټاکل کېږي چې پخواني شنيزو ابې د روغتیايي ستونزو له کبله له خپلې دندې استعفا وکړه.

د جاپان پارلمان دواړه جرګې اوس مهال د حکومتي ايتلاف له لوري کنټرولېږي او د دغه ايتلاف مشري د سوګا محافظه کار لېبرال ډېموکراټ ګوند کوي.

نوي وزير يوشيدې سوګا ويلي هڅه کوي چې د پخواني لومړي وزير شنيزو ابي اصلاحي او اقتصادي پروګرامونه پر مخ يوسي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/30352

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading