بازتاب نیوز

ننګرهار کې ۲۰ سرتېري او ۲۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي

٢٧ وږی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، په دغه ولايت کې د وسله‌والو طالبانو په بېلابېلو بريدونو کې ۲۰ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

خوګياڼی زياتوي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په درېيو ولسواليو حصارک، شېرزاد او خوګياڼيو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي.

د خوګياڼي په خبره، په ځوابي بريدونو کې د يوه قومندان په ګډون ۲۹ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/30348

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading