بازتاب نیوز

په بامیانو کې د شخړو د هواري په هدف روزنیزو پرګرام ترسره شو

٢٧ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

دغه روزنیز پرګرام د (ټي ایل او) ادارې په مرسته د سپټمبر پر ۱۴مه او ۱۵مه نېټه په بامیان ولایت کې جوړ شو، چې پر مهال یې د یاد ولایت ۲۴ تنو اوسېدونکو ته د شخړو د حل په برخه کې مشورې او عامه پوهاوی ورکړل شو. د دغه پرګرام هدف د شخړو هوارول، په هېواد کې د سولې ټینګښت او په دې برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي ورکول و. د پرګرام په وروستۍ برخه کې اووه کسیزه کېټه جوړه شوه، چې په ترکیب کې یې مېرمنو هم شتون درلود. دغه کمېټه به تر دې وروسته د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د شخړو د حل په برخه کې عامه پوهاوی ورکوي. The post په بامیانو کې د شخړو د هواري په هدف روزنیزو پرګرام ترسره شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/17/په-بامیانو-کې-د-شخړو-د-هواري-په-هدف-روزن/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading