بازتاب نیوز

ښځې د قانون نه‌تطبیق بیه پرې کوي

٢٧ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

په تر ټولو وروستي مورد کې همدا پرون د کندهار ولایت په عینو مېنې ښارګوټي کې د یوې ځوانې ښځې جسد وموندل شو چې په ډېره بې‌رحمۍ وژل شوې وه او حتا د مخ او سر پوټکی یې ایستل شوی و. امنیتي ادارو تر اوسه هم د دغه زړه‌بوږنوونکي جنایت او پېښې په اړه کره جزییات له رسنیو سره نه‌دي شریک کړي، فقط په دې یې بسنه کړې چې خلکو دا مړی د کندهار ولایت په عینو مینې ښارګوټي کې موندلی دی. کوم انځورونه چې ځینو کسانو خپاره کړي، په هغو کې لیدل کېږي چې د دغې مېرمنې د مخ او سر پوټکی ترې جلا شوی او د بدن نور غړي یې په تور رخت او ټوکر باندې چې عربي حجاب ته ورته دی، پوښل شوي دي. دا چې څوک د دغې پېښې اصلي عامل دی، لا نه‌ده معلومه او ښايي معلومه هم نه‌شي، ځکه د ډېری دغسې قضیو او جنایتونو دوسیې تر پرانستل کېدو وروسته، په لنډه وخت کې بیرته تړل شوې او هېڅوک یې د عاملانو پر موندلو نه‌دي بریالي شوي. تر دې د مخه په بلخ ولایت کې بیا پر یوې بلې ځوانې نجلۍ د ډله‌ییز جنسي تېري راپورونه خپاره شول. ویل کېږي پر نجلۍ اوو تنو جنسي تېری کړی. دغې نجلۍ له رسنیو سره په مرکه کې ویلي وو چې په چل او دوکې له کابل څخه تښتول شوې او بیا پرې یوه سړي، د هغه زامنو او حتا زومانو جنسي تېری کړی. دا نجلۍ چې تېر کال له کابل څخه تښتول شوې وه، کابو پنځه میاشتې د همدغو متجاوزانو له لوري شکنجه شوې هم ده. نجلۍ دمګړۍ په ډېر بد وضعیت کې ده، فلج شوې هم ده او له حکومت یې غوښتي چې دغه جنایتکاران په سزا ورسوي. حکومت که څه هم د جمهور اشرف غني په دستور د دغې قضیې د بیړنۍ رسیدګۍ په هدف اقدام کړی، خو ډېره تمه نه شي‌کېدای چې د پېښې عاملان دې حتما په سزا ورسي. دا خبره په دې بنسټ کېږي چې د افغانستان عدلي او قضايي ادارې لا هم د قانون په تطبیق کې عاجز دي او ډېر کم داسې اسناد او شواهد تر سترګو شوي چې د دغسې پېښو عاملان دې په درنو سزاوو محکوم شوي وي. دا بې‌توجهې او بې‌وسي لامل شوې چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیات او حتا له زغم څخه ووځي. سربېره پر دې، د دغسې پېښو او حوادثو پرمهال د ښځو له حقونو څخه د دفاع بنسټونو هم یوازې د پېښې په محکومولو اکتفا کړې او هېڅ‌کله د فشار د جدي بنسټونو په توګه رامیدان ته شوي نه‌دي. لنډه دا، که چېرې د افغانستان عدلي، قضايي او امنیتي ادارې او ترڅنګ یې د ښځو له حقونو څخه د دفاع سازمانونه چټک نه‌شي، له دغسې پېښو او حوادثو سره سرسري چلند وکړي او د ښځو له حقونو څخه د دفاع مسله همدغسې شعاري بڼه ولري، ناشونې ده چې د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی راکم شي. The post ښځې د قانون نه‌تطبیق بیه پرې کوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/17/ښځې-د-قانون-نه‌تطبیق-بیه-پرې-کوي/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading