بازتاب نیوز

په بلخ کې پر نجلۍ د جنسي تېري پېښې څېړلو امر شوی

٢٧ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د ده په خبره، جمهور رییس لویې څارنوالۍ او ملي امنیت ریاست ته امر کړی چې ژر تر ژره د یادې پېښې څېړنه وکړي. د یادولو وړ ده چې د سه شنبې په ورځ په بلخ ولایت کې پر یوې ۱۵ کلنۍ نجلۍ د اوو تنو د جنسي تیري خبر ورکړل شو. د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست رییسې شهلا حدید هم رسنیو ته دا خبر تایید کړی دی. د دې په وینا، دا نجلۍ یو کال وړاندې د یو تن له لوري تښتول شوې وه او وروسته د یاد کس پنځو زامنو او دوو زومانو پر هغې جنسي تېري کړي دي. نوموړې زیاتوي، نجلۍ اوس په ناوړه روغتیایي حالت کې ده او دواړې پښې یې فلج شوې دي. د بلخ امنیتي چارواکو د پېښې منلو تر څنګ ویلي چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي. The post په بلخ کې پر نجلۍ د جنسي تېري پېښې څېړلو امر شوی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/17/په-بلخ-کې-پر-نجلۍ-د-جنسي-تېري-پېښې-څېړلو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading