بازتاب نیوز

په کابل او لغمان ولایتونو کې د ځانمرګي برید مخه نیول شوې

٢٧ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

له دغه ریاست څخه نن کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، ځواکونه یې د یو لړ هدفمندو عملیاتو پر مهال پر دې توانېدلي چې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په مربوطاتو کې د عقیق الله په نوم یو ځانمرګی بریدګر ونیسي. د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه وایي، نیول شوي تن د پاکستان د پېښور په شمشتو کمپ کې دیني زده کړې کولې، چې د یادې سیمې د ملا امام له لوري په افغانستان کې د ځانمرګي برید ترسره کولو ته هڅول شوی و. په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، دغه کس تر ترهګریزو زده کړو وروسته هوډ درلود چې په کابل او یا لغمان ولایت کې د افغان سرتېرو پر یو مرکز ځانمرګی برید ترسره کړي. ملي امنیت ریاست زیاتوي چې یاد ځانمرګی بریدګر تر هدف وړاندې د دوی د ځواکونو له لوري نیول شوی دی. امنیتي سرتیري هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد په هره برخه کې به له هغوی دفاع وکړي. The post په کابل او لغمان ولایتونو کې د ځانمرګي برید مخه نیول شوې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/17/په-کابل-او-لغمان-ولایتونو-کې-د-ځانمرګي-ب/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading