بازتاب نیوز

امریکا افغان پوځ ته ۴ نورې جنګي الوتکې ورکړې

٢٧ وږی ١٣٩٩ سلام وطندار

افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت يا ناټو نن پنجشنبه څلور «A ۲۹»  جنګي الوتکې افغان پوځ ته ورکړې چې په يوه وخت کې د ۳۶ بمونو د لېږد وړتيا لري او د دې الوتکو پيلوټانو هم په امريکا کې زده‌کړې کړې دي.

کابل کې په همدې مناسبت په جوړو شويو مراسمو کې د ناټو استازي وويل، تر اوسه پورې يې افغان پوځ ته ۱۸ جنګي الوتکې ورکړې دي او تر راتلونکو څو مياشتو پورې به ۶ نورې الوتکې هم ورکړي.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وويل، دا مرستې ښيي چې ناټو افغانستان سره دومداره مرستو ته ژمنه ده. د نوموړي په وينا، دا مرستې به تر هغه دوام کوي چې افغانستان او سيمه کې ترهګر ورک شي.

خالد دوحه کې سولې خبرو ته په اشارې وايي، هيله لري چې دواړه لوري په دې خبرو کې تلپاتې او سراسري سولې ته ورسېږي.

دې سره د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد هم نن کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، د سولې خبرو له پیل سره هم‌مهاله هېواد کې روانې جګړې نور هم زور اخیستی او لامل يې هم دا یاد کړی چې طالبان هڅه کوي تر څو د سولې خبرو کې ورباندې امتياز ترلاسه کړي.

دی وايي، دولت او ټول ولس باعزته سولې ته رسېدل غواړي او له همدې کبله یې د بریدونو پر وړاندې دفاعي حالت غوره کړی دی.

نوموړی همداراز وايي، د افغانستان دښمنان نه بايد د پنجاپ په لارښوونه په دې فکر او خيال کې وي چې د افغانستان اردو به ړنګه کړي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=57430

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading