بازتاب نیوز

په بامیان ولایت کې چاودنې پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

٢٧ وږی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د بامیان ولایت په مرکز کې چاودنې یو ماشوم وژلی او څوارلس نورو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.د بامیان ولایت د والي ویاند «لطیف عظیمي» وايي، نن ورځ غرمه مهال د بامیان ولایت د مرکز اړوند «فولادي دره» نومي سیمه کې چاودنې یو درې کلن ماشوم وژلی او څوارلس تنه نور یې ټپيان کړي.ورته مهال شمشاد بیا د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په فولادي دره کې د نننۍ چاودنې له امله یوه څوارلس کلنه نجلۍ وژل شوې او پنځلس تنه نور ټپیان دي.تر دې دمه د چاودنې د هدف او نوعیت په اړه کره معلومات نشته.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/173006/په-بامیان-ولایت-کې-چاودنې-پنځلس-تنو-ته-م/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading