بازتاب نیوز

ننګرهار کې د نښتې پرمهال ۲۰ دولتي عسکر وژل شوي

٢٧ وږی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په درې مختلفو ولسوالیو کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۲۰ دولتي عسکرو د وژلو او ۱۵ نور د ټپي کېدو خبر ورکوي.د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي وايي، طالبانو تیره شپه ددې ولایت په حصارک، خوګیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ سختې شوې دي.نوموړی زیاتوي، په دغو نښتو کې تردې دمه ۲۰ دولتي عسکر وژل شوي، ۱۵ نور ټپیان او په خبره یې د عسکرو په ځوابي ډزو کې ۲۹ طالبان هم وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.خوګیاڼي د تیرې شپې د نښتو په هکله نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو د ننګرهار دولایتي شورا مرستیال اجمل عمر شمشاد نیوز ته ویلي، چې په حصارک ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال ۴ امنیتي پوستو سقوط او ۱۰ دولتي عسکر وژل شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/172997/ننګرهار-کې-د-نښتې-پرمهال-۲۰-دولتي-عسکر-و/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading