بازتاب نیوز

د ماشومانو وژنه؛ د افغانستان لپاره د امریکا د ډیموکراسۍ ډالۍ

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال د راپور له مخې، لوبې، تفرېح، خندا او خوشالی او زده کړه د افغان ماشومانو روښانه او رنګارنګ راتلونکې ده، چې د امریکایی الوتکو بریدونو سره دود ګرځی او اسمان ته ځی. دا ماشومان یوازې په دې ګناه، چې په افغانستان کې زېږېدلی، د امریکایی وحشی بریدونو قربانی کېږی، هغه هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه! دا ماشومان، چې نړۍ ته ګواښ نه دی، د امریکا او د هغې د متحدینو د ناسمو سیاستونو له امله له ازاد ژوند او خپلو لومړنیو حقونو محرومېږی. قانون؛ د امریکا لپاره بېګانه کلیمه ډېر کلونه کېږی، چې افغانستان د ماشومانو، ښځو او ځوانانو د وژل کېدو شاهد دى، چې په بې رحمانه توګه په امریکایی بریدونو کې په نښه کېږی. د ځینو هېوادونو پر خولو د سکوت ټاپه لګېدلې، په دې اړه څه نه وایی او یوازې د اروپایی ماشومانو د حقونو غوښتونکی دی. 15 کاله کېږی، چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د امریکایانو پر جنایتونو سترګې پټې کړی او یوازې یې د پرېکړه لیکونو په صادرولو بسنه کړې ده. امریکا او متحدین یې په ازادانه توګه او له هېڅ ډول جواز لرلو پرته د افغانستان پر بېلابېلو سیمو بریدونو سره د مظلومو ښځو او ماشومانو په وژلو د ویاړ مډال په غاړه کوی. په داسې حال کې، چې د ملګرو ملتونو د سازمان منشور له شخصی دفاع پرته پر هېڅ هېواد د پوځی برید اجازه نه ده ورکړې، امریکا د 2001 لومړی کال د اکټوبر میاشتې په 17مه نېټه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د القاعده د له منځه وړلو په پلمه پر افغانستان برید وکړ. دا برید سبب شو، چې د سپټمبر یوولسمه تر ننه په افغانستان په لسګونو ځله تکرار شی. دا برید په داسې حال کې ترسره شو، چې د ملګرو ملتونو د منشور قانون په امریکا کې تصویب شو او د ملګرو ملتونو له لوری پر افغانستان د امریکا د برید لپاره هېڅ جواز نه و صادر شوى او د نړیوالو کارپوهانو په وینا، پر افغانستان د امریکا برید د جنګی قوانینو نقض بلل کېږی. پر افغانستان د امریکا په هماغو لومړنیو بریدونو کې د ملکی وګړو په تېره بیا د ماشومانو تلفات دومره وو، چې نړیوالو بنسټونو یې په اړه خبردارى ورکړ. دا په داسې حال کې وو، چې امریکا یوازینى هېواد دى، چې په خپلو بریدونو کې د ملکی وګړو د تلفاتو په اړه شمېرې نه خپروی. د ماشومانو تلفات؛ په افغانستان کې د امریکا د 15 کلنې جګړې لاسته راوړنه که په نړۍ کې د امریکا جګړه ییزو سیاستونو ته وګورو، دې ته متوجه کېږو، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په نورو هېوادونو کې د متحدو ایالتونو تېریو او مداخلو او همدارنګه د دې هېواد نیابتی جګړو په ټوله نړۍ کې له 20 تر 30 میلیونو پورې کسان د مرګ تر کومی رسولی دی. په خپل هېواد کې د کامیابیو په اړه د امریکایی چارواکو د ادعا خلاف باید وویل شی، چې ورځ په ورځ دا هېواد په افغانستان کې په ګونډو کېږی او دې 15 کلنې جګړې تراوسه واشنګټن ته دروند مالی زیان اړولى دى. د افغانستان په مختلفو سیمو کې ښځې او ماشومان هره ورځ د امریکایی بریدونو اصلی قربانیان دی. امریکا ثابته کړه، چې هېڅ وخت نړیوالو قوانینو ته پابنده نه وه. خپل ډېرى بریدونه یې له وسله والو طالبانو سرع د مبارزې په پلمه پر له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د بې دفاع افرادو په توګه د ښځو او ماشومانو ژونه په ټوله نړۍ کې د جنګی قوانینو نقض حسابېږی. د نړیوالو بنسټونو له لوری د خپرو شویو شمېرو له مخې، له 2001 تر 2014 کال پورې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د بریدونو له امله 100 زره کسان شوی، چې د ښځو او ماشومانو شمېر یې هم د پام وړ دى. په 2016 کال کې ناټو اعلان وکړ، چې امریکا په افغانستان کې 700 هوایی بریدونه کړی، چې د تېرو کلونو په پرتله ډېر زیات دی، خو د نامشخصو دلایلو له امله یې د تلفاتو له وړاندې کولو ډډه وکړه.   د امریکا ناوړه سیاستونه او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په بهانه د جګړې د ډول غږول د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د امریکا له وروستیو بریدونو یو هم د کندوز پر روغتون برید و، چې له امله یې 22 تنه ووژل شول، چې درې تنه ماشومان هم په کې شامل وو. په داسې حال کې، چې د استوګنې او درملنې پر ځایونو برید د قوانینو نقض دى، خو امریکا وروسته ادعا وکړه، چې دا برید یې د امریکایی چارواکو په غوښتنه ترسره کړى دى. د 2008 کال د جون میاشتې په 28مه نېټه هم 35 ښځو او ماشومانو د امریکایی الوتکو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. همدارنګه د 2008 کال د نومبر میاشتې په 6مه نېټه په بغلان ولایت کې د امریکا د ځانمرګی برید له امله 60 زده کوونکی ووژل شول.  په 2009 کال کې د امریکایی بل خونړى برید د هرات پر عزیز اباد ترسره شو، چې 60 ماشومان او 10 ښځې یې ووژلې. همدارنګه د 2009 کال د نومبر میاشتې په 3مه نېټه په کندهار کې د واده د موټرو پر کاروان د امریکایانو برید کې 23 ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د 2009 کال د ډسمبر میاشتې په 29مه نېټه پر نارنګ د امریکا هوایی برید کې هم 10 زده کوونکی ووژل شول. دا یوازې په افغانستان کې د امریکا د جنایتونو څو نمونې دی، چې ګڼ شمېر ماشومان یې وژلی دی. ډېرى دا بریدونه د نړیوالې ټولنې د چوپ والی له امله ترسره شوی دی. دا هغه جنایتونه دی، چې د ازادۍ او ډیموکراسۍ او بشری حقونو د پلمو له مخې رامنځته شوی دی. که امریکا په افغانستان او سیمه کې خپلو ناسمو سیاستونو ته دوام ورکړی، نه یوازې فقر، ناامنی، ناروغۍ او ډېرې نورې ستونزې به د افغانستان لپاره پیدا کړی، بلکې دا هېواد به په راتلونکې کې له لوى او جدی ګواښ سره مخ کړی. پای/

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960216000138

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading