بازتاب نیوز

له کابل سره د ترینګلو اړیکو تر سیوری لاندې د پاکستان تاریخی تېروتنه

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال د راپور پر بنسټ، افغانستان د ستراتیژیک ځاى په لرلو سره د نړۍ ډېرى هېوادونو ته مهم دى، ځینې هېوادونه افغانستان ته په سیاسی او ځینې نور په اقتصادی سترګه ګوری، خو په افغانستان کې د خپلو ګټو تامینول د دغو ټولو هېوادونو د چارواکو په کاری لومړیتوبونو کې دی. نو په دې ترتیب د نړۍ پیاوړی او د افغانستان ګاونډی هېوادونه هڅه کوی د خپلو ګټو د تامینولو لپاره د کابل له دولت سره ښې اړیکې ولری، که څه هم دا اړیکې ځینې وخت ترینګلې کېږی، خو دغه هېوادونه یې د برقراره ساتلو کوښښ کوی. پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دى، چې د کابل له دولت سره یې اړیکې ډېرې لوړې ژورې لری، په جرئت ویلى شو، چې له افغانستان سره د بل هېڅ هېواد اړیکې داسې نه وې لکه په تېرو 15 کلونو کې د کابل او اسلام ترمنځ اړیکو چې زیاتې لوړې ژورې لرلې. اسلام اباد تل کابل ته د ګټې په سترګه کتلی، یعنې تل یې هڅه کړې، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو په دې هېواد کې خپل سیاسی، اقتصادی او حتى نظامی پلانونه پلی کړی. د کابل دولت په بېلابېلو وختونو کې هڅه کړې، چې له پاکستان سره ژورې اړیکې ولری، د ملی یووالی حکومت له پیل سره ګڼو افغان چارواکو اسلام اباد ته سفرونه وکړل، خو کله چې د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب و نه ویل شو، دا سفرونه پاى ته ورسېدل او د کابل – اسلام اباد د اړیکو نوى پړاو له تاوتریخوالی سره پیل شو. تر ټولو مهم علت، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د کابل – اسلام اړیکې تر خپلې اغېزې لاندې راوستی، هغه د سولې د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره د پاکستان د همکارۍ نه شتون و، دا هغه کار دى، چې د افغانانو په باور یوازې پاکستان یې کولاى شی. د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر یو بل نه باور د دواړو دولتونو د لرې کېدو سبب شوى دى او دې لرېوالی دوه کاله دوام وکړ، چې بالاخره د پاکستان پارلمانی پلاوى څو ورځې وړاندې کابل ته راغى، د ملی یووالی حکومت چارواکو او د افغانستان د پخوانی دولت مسوولینو سره یې ولیدل، دې پلاوی له افغانستانه تر وتلو وروسته کابل ته خپل سفر بریالى اعلان کړ. تر یاد پلاوی وروسته د پاکستان د استخباراتی ادارې (ISI) مشر نوید مختار هم کابل ته راغى او د افغانستان د دولت له چارواکو سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې، په زیات احتمال دغه پاکستانی چارواکی له کابل سره د اسلام اباد د اړیکو د رغولو هڅه کې دی. اوس پوښتنه دا ده، چې پاکستان د افغان حکومت غوښتنو ته د مثبت ځواب پر نه ویلو سربېره ولې د اړیکو د قوی کېدو په هڅه کې دى؟ لاندې هڅه کوو، چې د پاکستان د دې هڅو عمده لاملونه بررسی کړو. د طالبانو فعالیتونه د پاکستان له نظره پاکستان اوس مهال د طالبانو د ملاتړ کوونکی هېواد په توګه په ټوله نړۍ کې پېژندل شوى دى او ډېره لرې خبره، چې هېوادونه یې قبول نه کړی، وسله وال طالبان د پاکستان له لوری حمایه او په افغانستان کې د بریدونو لپاره هڅول کېږی. دې ډول فکر د کابل چارواکو ته د پاکستان اهمیت زیات کړى دى، ځکه دوى د سولې او له طالبانو سره د خبرو کلی د پاکستان په لاس کې بولی او پر دې باور لری، چې د پاکستان له همکارۍ پرته له طالبانو سره سوله ممکنه نه ده. په همدې حال کې پاکستانی چارواکی هڅه کوی، چې د افغانانو په منځ کې د خپل ځان په اړه دا ډول فکر حفظ کړی، له دې پرته به د پاکستان ډېرى ګټې او له طالبانو سره د دوى همکارۍ له خطر سره مخ شی، ځکه له بېلابېلو هېوادونو سره د دې ډلې د نویو اړیکو په موجودیت کې به د افغانانو په وړاندې د پاکستان اهمیت کم شی. کابل ته د پاکستانی چارواکو په سفرونو سره هغوى افغان چارواکو ته دا وښودله، چې اوس هم له طالبانو سره د سولې خبرو کلی د دوى په لاس کې ده او د اسلام اباد له همکارۍ پرته به د کابل – طالبانو ترمنځ د خبرو چانس برابر نه شی، که څه هم په تېر وخت کې یې چندانې همکاری نه ده کړې. د پاکستان په وجود کې د ټرمپ د ستراتېژۍ لړزه پاکستانیانو لږ تر لږه په تېر یوه کال کې له کابل سره خپلې ترینګلې اړیکې د افغانستان په اړه د سپینې ماڼۍ د سیاست د نه مشخص والی له کبله حفظ کړې، اسلام اباد د دې تمه نه درلوده، چې واشنګټن به له کابل سره خپله همکاری زیاته او یا اوسنۍ همکاری وساتی، ځکه افغانستان د امریکا د جمهوری ریاست کاندیدانو په ټاکنیزو مبارزو کې ځاى نه درلود. خو ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړیو 100 ورځو کې د امریکا تر ټولو لوى غیر اټومی بم پر افغانستان وغورځاوه او خپله ستراتېری یې نسبتاً مشخصه کړه، چې په دې ستراتېژۍ کې له کابل سره پر مالی، سیاسی او نظامی همکاریو ټینګار شوى او کچه یې هم څرګنده شوې ده. د امریکا له لوری مالی مرسته او افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږل د اسلام اباد له فکره ډېر لرې وو، خو دا کار د امریکا له لوری ترسره شو، چې اوس به یې پاکستان د جبرانولو هڅه کوی. اسلام اباد واشنګټن سره د خپل نږدې توب د ښودلو لپاره له کابل سره د خپلو اړیکو له رغولو پرته بله لار نه لری، اوس پاکستانیان کابل ته د خپلو سفرونو له لارې په دې برخه کې دوه ګټې ترلاسه کوی. لومړى د امریکا له نوی دولت سره د پاکستانیانو اړیکې له پخوانیو څخه قوی کېږی، دوهم افغان چارواکی دې ته چمتو کوی، چې له امریکایی چارواکو سره د خبرو په مهال د افغانستان د امنیت په برخه کې د پاکستان رول مهم وبولی. د پاکستان او هند رقابت په افغانستان کې د دوو ګاونډیو هېوادونو رقابت د هېچا له سترګو پټ نه دى، اسلام اباد د خپلو په لاس لرونکو ابزارو له لارې د کابل دولت ته ځان ښودنه کوی، خو هند بیا د بېخ بنا برخه کې د مرستو له لارې کابل ته نږدې کېږی. د کابل له خوا له یوه دغه هېواد سره د اړیکو پراخېدل، له بل هېواد سره د اړیکو د کم رنګه کېدو لامل کېږی، په دې ترتیب پاکستانیان هېڅ وخت حاضر نه دی، چې د کابل په بهرنیو اړیکو کې له هند څخه کم رنګه رول ولری. افغانان تراوسه په وار وار د دې شاهد پاتی شوی، چې د هند له لوری په افغانستان کې بشپړې شوې پروژې د وسله والو طالبانو له خوا، چې د پاکستان له لوری یې ملاتړ کېږی، تخریب یا ویجاړې شوې دی، دا کار افغان چارواکی دې ته مجبوروی، چې له اسلام اباد سره ښې اړیکې ولری. د ایرانی توکو ګرم بازار یا د پاکستانی توکو مرګ افغانستان هاغه ډول، چې پاکستان ته په نظامی او سیاسی برخو کې مهم دى، په اقتصادی برخه کې هم ډېر مهم دى، د پاکستان ګڼ شمېر تولید شوی توکی په افغانستان کې پلورل کېږی او ګټه یې د پاکستانیانو جېبونو ته ځی. د کابل – اسلام اباد د تېرو دوه کلنو ترینګلو اړیکو په مهال ایرانی سوداګرو د افغانستان له بازار نه کافی ګټه پورته کړې ده، اوس د ایرانی او پاکستانی توکو حجم نور د افغانستان په بازارونو کې د مقایسې وړ نه دى، په داسې حال کې، چې مخکې تر دې د پاکستانی توکو په وړاندې د ایرانی توکو حجم یو پر څلورمه برخه هم نه و. په هر صورت په افغانستان کې د ایرانی توکو ګرم بازار اسلام اباد ته د پاکستانی توکو د مرګ په معنا دى. اوس کابل ته د پاکستانی چارواکو سفرونه د دې هېواد اقتصاد ته باارزښته دی، ځکه که دا سفرونه ونه شی، څو میاشتې وروسته له افغانستان سره د سرحدی ستونزو باوجود په افغانستان کې پاکستانی توکو ته بازار نه پاتې کېږی. نتیجه‌ گیری پاکستان به په افغانستان کې خپلو سیاسی، نظامی او اقتصادی پراخو ګټو ته په کتو هېڅکله د کابل – اسلام اباد ترمنځ د اړیکو کم رنګه کېدو ته حاضر نه شی، په تېرو دوو کلونو کې پاکستان د افغانستان په اړه خپله تاریخی تېروتنه کړې ده. پاکستان اوس غواړی، چې د خپلو تېروتنو د جبرانولو لپاره د کابل – اسلام اړیکې یو ځل بیا رنګینې کړی، ترڅو د خپلو ګټو د حفظولو ترڅنګ په راتلونکې کې په افغانستان کې رامنځته کېدونکو جریانونو کې کلیدی رول ولری. کابل ته د پاکستانی چارواکو وروستی سفرونه به پاکستانیانو ته ګټور ثابت شی، خو دا چې افغان چارواکی به له هغه وضعیت نه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په راتلونکې کې رامنځته کېږی څه ډول ګټه پورته کړی، معلومه نه ده. خو د کابل چارواکی باید له راتلونکې وضعیت نه په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل او په دې اړه د اسلام اباد د صادقانه او حتمی همکارۍ لپاره ګټه پورته کړی.

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960216000149

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading