بازتاب نیوز

د افغانستان په کوره کې د هند او پاکستان وسپنیزه لوبه

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال د راپور له مخې، افغان خبریال محمد مرادی کابل ته د هند د فولادو صنعت د مدیر د پټ سفر په اړه لیکنه کړې ده. په دې لیکنه کې ویل شوی: د هند د فولادو صنعت مدیر سجن جندال د دې هېواد د لومړی وزیر نرېندرا مودی له نږدې دوستانو څخه دی. دغه هندی سوداګر د هند د وسپنې له لویو سوداګرو څخه دی. په هند د فولادو ډېری تجارت په نوموړی پورې د تړلو شرکتونو له لوری ترسره کېږی. سجن تېره اونۍ کابل ته پټ سفر درلود. دا چې نوموړی له چا سره لیدلی او د سفر موخه یې څه وه، د افغانستان رسنیو یا دې خبر ته لاسرسی نه درلود او یا د دې خبر د خپرولو په برخه کې غافلې شوې دی. په هاغه اړخ کې امت، ډان، نوای وقت، ډېلی پاکستان او جنګ ورځپاڼو پاکستانی ورځپاڼو د سجن له سفره پرده پورته کړه او نواز شریف سره یې د هغه د پټ ملاقات خبر ورکړ.  د پاکستانی رسنیو د راپور له مخې، سجن د تېرې چهارشنبې په ورځ له کابل نه اسلام ته لاړ او مری سیمه کې یې له نواز شریف سره په پټه توګه ولیدل او خبرې ورسره وکړې. د پاکستانی رسنیو په وینا، سجن جندال لومړی د یوې خصوصی الوتکې په وسیله اسلام اباد ته داخل شو او بیا په یوه پنځه ستوریز هوټل کې له خپلو دوستانو له استراحت کولو وروسته مری سیمې ته لاړ. درېیو موټرونو سجن جندال او د هغه ملګری مری ته ورسول او هلته ورته د پاکستان لومړی وزیر په تمه و. پای/

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960213001348

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading