بازتاب نیوز

جم شبکه د افغانستان د ځوانانو لپاره درد سر جوړوونکې ده

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

 د باختر خبری اژانس (د افغانستان د دولت رسمی خبری اژانس) مدیر خلیل مینوی د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال سره په خبرو کې په ترکیه کې د جم شبکې د مدیر ترور ته په اشارې وویل: د افغانستان رسنیزو فعالانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د جم شبکې په اړه زیات شکایتونه کړی دی.  هغه په افغانستان کې د جم شبکې د فارسی برخې ستونزې ته په اشارې وویل: دا شبکه د خپلې موخې ترڅنګ، چې په افغانستان کې ځوانانو ته تفریحی خپرونې وړاندې کول دی، په دې هېواد کې درد سر جوړوونکې هم ده. دغه رسنیز فعال د دې په بیانولو سره، چې په افغانستان کې یې د جم شبکې د خپرونو مخنیوی لپاره زیاتې هڅې کړی، وویل: د دې شبکې خپرونې د اسلام د مبارک دین د ارزښتونو خلاف دی. د باختر خبری اژانس مدیر د جم شبکې د ماشوم او نوی ځوان، میوزیک او ورزش خپرونو ته په اشارې زیاته کړه: دا شبکه د دې پر ځاى، چې ځوانانو ته مثبت پیغامونه ولری، منفی پیغامونه لری او هغوى یې له زده کړې او تعلیم څخه لرې پاتې کړی دی. په ترکیه کې د جم شبکې مدیر سعید کریمیان د شنبې په ورځ د نامعلومو وسله والو له لوری ووژل شو. پای/

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960213001119

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading