بازتاب نیوز

امریکا په بدخشان کې له کېمیاوی بمونو ګټه پورته کوی

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال د راپور پر بنسټ، په تېرو نږدې دوو لسیزو کې د افغانستان جګړې ته د امریکایانو له ورګډېدو وروسته، دوى د افغانستان خاوره د خپلو وسلو د ازمایلو په ځاى بدله کړې ده. د دې وسلو په وسیله کله کله وسله وال په نښه کېږی، خو ډېرى وخت ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اړوی. د امریکا د هوایی ځواکونو په عملیاتو کې د افغانستان د بې ګناه خلکو وژل کېدل یو معمول امر دى، ځکه نن ورځ په دې هېواد کې د امریکایی ځواکونو د عملیاتو له امله زیات شهیدان تر خاورو لاندې دی او همدارنګه ګڼ شمېر ټپیان او بې سرپرسته ښځې په بد حالت کې ژوند کوی. وروستی مورد یې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د (موربم) په نوم د تر ټولو لوی غیر اټومی بم کارول و، چې په نړیواله او ملی کچه یې غبرګونونه را وپارول او افغان چارواکو د دې کار سخته غندنه وکړه. دغه بم هېڅ ځانی زیان نه لره او داعش ډلې اعلان وکړ چې په دې پېښه کې یې وسله والو ته هېڅ زیان نه رسېدلی. نن هم ځینو خبری سرچینو د انځورونو په خپرولو سره اعلان کړی، چې امریکایی الوتکو د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د کېمیاوی بمونو په واسطه ملکی وګړی په نښه کړی دی.دغو خبری سرچینو ټینګار کړی د اشکاشم ولسوالۍ اوسېدونکی د یادو بمونو له امله مسموم او بې هوښه کېږی، چې د اندېښنې وړ خبره ده. څه موده وړاندې په لاهه کې د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د مېشتو امریکایی سرتېرو د دوسیو په څېړلو سره امریکا یو جنګی جنایت کوونکی هېواد معرفی کړ. پای/

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960213001183

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading