بازتاب نیوز

ترکیه له امریکا سره په همغږۍ د عراق د شمال د اشغال په لټه کې ده

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

د عراق په پارلمان کې د ملی ایتلاف غړی نهله الهبابی په بغداد کې د فارس خبری اژانس خبریال سره په خبرو کې د عراق پر ځینو شمالی سیمو د ترکیې د بریدونو پر تکرار نیوکه وکړه او ویې ویل: انقره بهر ته د خپلو کورنیو ستونزو د صادرولو په هڅه کې ده. دغه عراقی استازی ټینګار وکړ: ترکیه د عراق په کورنیو چارو کې د خپلې مداخلې او هلته د خپل نظامی حضور د تثبیت د توجېه لپاره له پی کې کې ګوند څخه د ابزار په توګه ګټه اخلی. هغه ټینګار وکړ: ترکیه له زیاتو کورنیو ستونزو سره مخ ده، ځینې یې هلته له ناکامې کودتا وروسته پیدا شوی او اوس دا هېواد هڅه کوی، چې هغه بهر ته صادرې کړی. الهبابی همدارنګه د امریکا په مشرۍ پر داعش ضد ایتلاف هم نیوکه کړه او ویې ویل: دا ایتلاف یوازې د عراق د ساتنې ادعا لری. عراقی استازی زیاته کړه: د امریکا دولت ادعا کوی، چې د عراق پر شمال د ترکیې د بریدونو په اړه یې له مخکې نه معلومات نه درلودل، چې دا خبره حقیقت نه لری. له داعشه د سیمې هېوادونو د ملاتړ اسناد خپروو په عراق کې د ګډو عملیاتو قوماندانۍ ویاند یحیى رسولی په بغداد کې د فارس خبری اژانس خبریال سره په خبرو کې په موصل کې د خپلو عملیاتو د پرمختګ خبر ورکړ. رسولی زیاته کړه: عراقی ځواکونه په نینوا کې د برید په حال کې دی، حویت، تل عصفور، حلیله او یو شمېر نورې سیمې یې ازادې کړی او ګډ ځواکونه د یاد ښار شمالی سیمو ته رسېدلی دی. په عراق کې د ګډو عملیاتو قوماندانۍ ویاند همدارنګه وویل: په موصل کې یې د داعشیانو د تعقیب په مهال داسې اسناد او شواهد ترلاسه کړی، چې ترې ښکاری د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه د داعشیانو ملاتړ کوی. رسولی ټینګار وکړ: په عراق کې د داعش د حضور له پاى ته رسېدو وروسته به دا اسناد نړیوالو ته ښکاره کړی. /پای/  

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960213000895

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading