بازتاب نیوز

(لېوه او وری) فلم په بومی ډیالوګ سره د افغانستان د ځانګړې سیمې فرهنګ نندارې ته وړاندې کړ

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

افغان فلم جوړوونکی رامین رسولی د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال سره خبرو کې د (فجر) فلم د سږنۍ جشنوارې په اړه وویل: موږ په دې جشنواره کې د نړۍ د بېلابېلو فلمونو لیدونکو وو. د (لینا) فلم کار کووونکی زیاته کړه: د افغان فلمونو شتون هم د دې لامل شو، ډېرى هغه افغانان، چې په ایران کې ژوند کوی جشنوارې ته راشی، له دې نړیوالې جشنوارې سره اشنا شی او هرکلى یې وکړی.  هغه وایی: د مېرمن سادات له لوری د جوړ شوی (لېوه او وری) فلم وړاندې کولو او د بهترینې اسیایی لوبغاړې په توګه د هغې ټاکلو د نورو کلونو په پرتله جشنوارې ته بېل رنګ ورکړ. رسولی وویل: مېرمن سادات په ښه توګه خپل رول ترسره کړى او لیدونکی یې د فلم تر پایه له ځان سره ساتلی دی، په داسې حال کې، چې د فلم له لیدو وړاندې ویل کېدل، چې دا فلم ډېر ساده دى. د (لینا) فلم کار کووونکی زیاته کړه: د دې اثر د رامنځته کولو لپاره د مېرمن سادات هڅې او زحمتونه د ستایلو وړ دی او بې له شکه، چې دا جایزه د هغې مسلم حق و. پای/  

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960213000389

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading